په روزګان کي ط..البانو دوه تنه د قتل په تور نیولي دي

د روزګان د ط..البانو د امنيې قومندانۍ وياند بلال روزګاني د‌ يکشنبې په ورځ رسنيو ته ويلي دي، چي د دغه ولايت په مرکز ترينکوټ کي ئې هغه دوه تنه نيولي دي، چي څو ورځي وړاندي ئې د محمد قسيم په نوم يو تن غلا کړی او وژلی وو.
د هغه په خبره چي نيول سوو کسانو خپل جرم منلی دئ.