په روزګان کي يو کس د کورني جنجال پرمهال وژل سوی دی

د روزګان ولايت د امنيې قومندانۍ چارواکي وايي، د دې ولايت په دهراوود ولسوالۍ کي تيره ورځ يو ځوان د خپل منځي کورنیو ستونزو پرمهال ژوند له لاسه ورکړی دی.
د امنيې قومندانۍ وياند بیلال روزګاني څراغ تلوېزیون ته وويل، چي پېښه د دهراوود ولسوالۍ په اڅکزي سيمه کي رامنځته سوې ده.
هغه وايي چي ياد کس د خپل ورور له خوا څخه په ځيګر کي په چاقوګانو وهل سوی او وژل سوی دی.
روزګانی وايي، چي قاتل له سيمي تښتېدلی او دا مهال يې امنيتي ځواکونه د نيولو په هڅه کي دي.
دا په داسي حال کي ده چي تردې مخکي هم په ورته پيښو کي عامو خلکو ته مرګژوبله اوښتې ده.