په روزګان کي کي د ترافیکي پېښي له امله ۸ تنو ژوند بایللی دی

په روزګان کي چارواکو خبر ورکړی، چي په ګیزاب ولسوالۍ کي د موټر د چپه کېدو له امله ۸ کسان مړه سوي او بل تن ټپي دی.

د ارزګان ولایت د اطلاعاتو او کلتور ریاست له‌خوا په خپره سوې خبرپاڼه کي راغلي چي دغه پېښه نن سهار وختي سوې ده.

خبرپاڼه زیاتوي چي د دې پېښي علت د سړک خرابوالی وو.

د ارزګان ګیزاب ولسوالۍ د ترینکوټ شمال لوېدیځ په شاوخوا ۱۱۰ کیلومتره کي پرته ده.

دې سیمي ته غځېدلې لاره د غرونو په منځ کي تېره سوې او له‌دې وړاندي هم پر دغه لار ورته پېښي سوي دي.

د سړکونو خرابوالی، د ترافیکي اصولو نه رعایت او د چلوونکو بې‌احتیاطي په افغانستان کي د زیاتو ترافیکي پېښو لوی لاملونه ګڼل کېږي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *