ستري محکمي د يوې خبرپاڼي په خپرولو سره ويلي دي، چي د ارزګان ولايت د ښاري ابتدائیه محکمې د پرېکړي له مخي ئې په دغه ولايت کي د پنج شنبې په ورځ ۱۵ کسانو ته تعزيري سزا ورکړې ده.
ط…البانو د روزګان په مرکز ترينکوټ ښار کي پنځه تنه د غلا، څلور د زنا، څلور د لواطت او دوه کسان د نامشروع اړیکو په جرم په عام محضر کي د عامو خلګو په حضور ۳۹ دورې ووهلي دي. ط…البانو يادو کسانو ته له یوه څخه تر دریو کلونو پوري د بند سزا هم ورکړل.
د يادوني وړ ده، چي د ط…البانو دغه ډول سزاوې د نړۍوالو بشري سازمانونو له غبرګونونو سره مخامخ سوي دي او دغه سازمانونو د ط…البانو څخه غوښتي دي، چي د دغه ډول سزاګانو د ورکولو څخه دي ډډه وکړي.