په زابل ولايت کي سږکال دانګورو حاصلات لوړ سوي دي

په زابل ولایت د انګورو بڼوال وايي سږ کال په دغه ولایت کي موسمي بارانونه نه دي سوي ځکه نو د انګورو حاصلات ئې هم لوړ سوي دي. خو ورته مهال د انګورو بڼوال د انګورو لپاره سړې خوني غواړي او د مارکيټ د انګورو د پیر او پلور لپاره د مارکيټ د نشتون څخه شکایت کوي.