په زابل ولایت کي خلک د لوړ ولور اخیستلو څخه شکایت کوي.

په زابل ولایت کي خلک د لوړ ولور اخیستلو څخه شکایت کوي. د دوی په خبره ګڼ ځوانان مجبور دي چي د خپل ولور د پوره کولو لپاره له هیواد څخه بهر په مزدورۍ پسي ولاړ سي. ديني عالمان د لوړ ولور اخیستل ناوړه دود ګڼي او وايي چي شرعي مهر د ښځي حق دئ او د کورنۍ له خوا د انجلۍ پر سر لوړ ولورونه اخيستل د شرعیت خلاف کار دئ.