په زابل کي د تېر کال په پرتله د زیرې حاصلات ۱۵ سلنه راکم سوي

د دغه ولایت کروند ګر وايي، سږکال يې د کرل سوي زیرې په حاصلاتو کي د یولړ نباتي ناروغیو او غیري موسمي اورښتونو له امله کموالی راغلی .

ورته مهال که څه هم سږ کال د دغه ولایت پر کرنیزو مځکو د کرل سوي زیرې ارقام لا هم نه دي وروستي سوي خو ځايي مسوولین يې د تېر کال په پرتله د حاصلاتو تخمیني ټیټوالی پنځلس سلنه ښیي .