د زابل ولایت د بدني روزني او ورزش امریت اړوند والیبال فدراسیون د استازولي له لوري د یاد ولایت په مرکز قلات ښار کي د څلورو لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ وسوې.
مسوولین وایي، په دغو سیالیو کي د هریرود، طوفان هریرود، لب دریا او سحرانې لوبډلو ګډون کړی وو، چي په پایلوبه کي یې هریرود لوبډلي خپلي سیالي سحرانې لوبډلي ته د ۳-۱ میدانونو په توپیر ماته ورکړه او د دغو سیالیو لومړی مقام یې خپل کړ.