په زابل کي د څه باندی درې میلیونو افغانیو په ارزښت د یو چیک ډیم رغیزي چاري پیل سوي دي

په زابل کي د څه باندی درې میلیونو افغانیو په ارزښت د یو چیک ډیم رغیزي چاري پیل سوي دي. د یاد ولایت ځایي مسوولین وايي چي د دغه چیک ډیم مالي تمویل د کرني، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت لخوا ورکول کیږي. ځایي خلک وایي چي د دغه چیک ډیم په جوړیدو سره د خپلو وچ سوو باغونو او شاړو مځکو د بیا ابادۍ هیلي ورپیدا سوي دي.