په زابل کي د یوې خوني د چت نړېدو له امله ۴ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې

د زابل د عامي روغتیا ریاست مسوولین وایي، چي په باکوزو سیمه کي د یوه کور د چت نړېدو له امله یو کس وژل سوی او درې کوچنیان نور ټپيان سوي.
د عامي روغتیا رییس ډاکټر ميرويس افغان وایي، د ولايتي روغتون روغتیايي پرسونل ته یې سپارښتنه کړې چي د ټپیانو روغتيا ته ځانګړې پاملرنه وکړي او خپل خدمات نور هم چټک کړي.
د زابل ولايت مقام بیا وایي، د دغه زیانمني سوي کورنۍ له غړو سره یې نغدي مرسته کړې چي تېره شپه د اورښتونو له امله چت ورباندي نړېدلی وو.
د مسوولینو په وینا، اضطراري کميټې تر دې وړاندي هم د اورښتونو پر مهال د يو شمېر ولسواليو لاري چي د ترافيکو پر مخ بندي وې د تګ راتګ په موخه خلاصي کړي.
تر دې مخکي بیا په هرات ولایت کي هم د یوه کور د چت نړېدو له امله پنځه کسان مړه او دوه نور ژوبل سوي وه.