په زابل کي يوې ۲۱ کلني ځواني نجلۍ ځان وژنه کړې

د زابل څخه محلي سرچينو د پنج شنبې په ورځ د څراغ تلوېزيون خبريال ته ويلي، چي د چهارشنبې په ورځ د دغه ولایت د قلات ښار په دوهمه ناحيه کي یوې ځواني ۲۱ کلني نجلۍ ځان وژنه کړې.
د سرچينې په حواله چي دغه نجلۍ زهر خوړلي او مړه سوې ده.
د سرچينې په خبره چي دغه نجلۍ پلار د پيسو په بدل کي د ډېر عمر سړي ته په نکاح کول، چي ځان وژنه ئې کړې ده.
ط..البانو تر اوسه د دغي نجلۍ د ځان وژني په اړه څه نه دي ويلي.
دا په داسي حال کي ده، چي ط..البانو په افغانستان کي د هغو کسانو چي ځان وژنه کوي د جنازې او فاتحې پر مراسمو بنديز لګولی.