په زابل کي ۵۰۰ کیلو نشه یي توکي اومان ونیول سوي دي

چارواکي وایي، د زابل ولایت د شهر صفاء ولسوالۍ د ملیزو په کلي کي د دې ولسوالۍ د استخباراتو مدیریت او امنیه قوماندانۍ له لوري د کشفي معلوماتو پر اساس ۵۰۰ کیلو ګرامه اومان او یو عراده ژرنده او د اومانو د میده کولو ماشینري سوي دي.
د چارواکو په وینا، په یادو اومانو کي ۳۰۰ کیلو اومان چي د انتقال نه وه هلته له منځه وړل سوي او ۲۰۰ کیلو ګرامه یې له ځان سره انتقال کړي چي د محمکې د پریکړي وروسته به له منځه یوړل سي.