عربي رسنيو خبر ورکړی، چي ۲۰۲۵ ميلادي کال د پيل څخه تر اوسه پوري په سعودي عربستان کي ۵۷ زره او ۵۹۵ طلاقونه ثبت سوي دي.
د عربي رسنيو په حواله چي په اوسط ډول هره ورځ ۱۵۷ طلاقونه چي د هرو ۹ دقیقو وروسته د یوه طلاق مانا لري، ثبتېږي .
د عربي رسنيو په وينا، الباحه هغه ښار دئ چي تر ټولو زیاته د طلاق کچه لري.
په دغه ښار کي ۳۶٪ ودونه په طلاق پای ته رسېدلي.
په ریاض کي دا کچه ۲۱.۷٪ او په حایل کي ۱۹.۲٪ ته رسېدلې ده .