په سمنګانو کي د ۱۰ لوبډلو ترمنځ د فوټبال غوره لیګ سیالۍ پای ته ورسېدې

د سمنګانو د فوټبال فدراسیون مسوولینو په دغه ولایت کي د ۱۰ لوبډلو ترمنځ د فوټبال غوره لیګ پیل سویو سیالیو د پای ته رسېدو خبر ورکړی دی.

د یاد ولایت د فوټبال فدراسیون رییس تاج محمد خدا داد ویلي چي په دغه ولایت کي د فوټبال غوره لیګ سیالۍ د ۱۰ لوبډلو ترمنځ پیل سوي وې، چي پای لوبې ته د فېروز نخچیر او امیر علي شېر نوايي لوبډلو لار پيدا کړې وه او لوبه د دواړو لوبډلو ترمنځ مساوي پای ته ورسېده، خو د فېروز نخچیر لوبډلي د ښې لوبي په ترسره کولو سره د یاد لیګ اتلولي خپله کړه.

نوموړي زیاته کړه، چي د فېروز نخچیر لوبډله به د مزار شریف ښار د شمال زون په غوره لیګ کي ګډون وکړي.