په سمنګان ولایت کي د دوو جلا جلا ترافیکي پېښو له امله دوه کسان وژل سوي او څلور نور ټپیان دي

په سمنګان ولایت کي د دوو جلا جلا ترافیکي پېښو له امله دوه کسان وژل سوي او څلور نور ټپیان دي.
د سمنګان د امنیې قوماندانۍ د دوشنبې په ورځ ويلي، چي دغه پېښي تېره شپه د ایبک ښار اړوند پل قچندره سیمه او خلم ولسوالۍ کي رامنځته سوي دي.
چارواکي وايي، ټپیان د درملني له پاره روغتون ته انتقال سوي دي.

د لومړنیو معلوماتو له مخي، د پېښو لامل د موټر چلوونکو بې‌احتیاطي بلل سوې.