په سمنګان کې د يو ميليون افغانيو په ارزښت د اوبو بند جوړ سو.

د اوبو او انرژی وزارت خبر ورکړی چي د سمنګان ولایت په خرم و سارباغ ولسوالۍ کې د یو میلیون افغانیو په ارزښت د بند یوه کوچنۍ پروژه بشپړه او عملې سوه. ياده پروژه چې د اوبو او انرژۍ وزارت لخوا تمویل سوي وه ، موخه یې د ځمکې لاندې اوبو پیاوړتیا، د موسمې سیلابونو کنټرول، او چاپیریال ښکلا کول دې.