په سوريه کي د وسلو په يوه ډيپو کي د چاودني له امله ۱۲ کسان وژل سوي

د بشر حقونو د څار ډلي څخه په خپره سوې خبرپاڼه کي ويل سوي، چي د پنج شنبې په ورځ د سوريې د ادلب ولايت کي د وسلو په يوه ډيپو کي چاودنه سوې، چي پر مهال ئې ۱۲ کسان وژل سوي او ۱۱۶ تنه نور ټپيان سوي دي.
په خبرپاڼه کي ويل سوي، چي په وژل سوو کسانو کي يو کوچنی او یوه ښځه هم شامل دي.
بايد وويل سي، چي د دغي پېښي اصلي علت تر اوسه پوري نه دئ معلوم