په سوریه کي د امریکا پر پوځي اډې د بې پیلوټه الوتکو په بریدکي څو تنه سربېرن ټپیان سوي دي

د جمعې په ورځ د سوریې شمال ختیځ ښار حسکه ته نژدې په خراب الجیر کي د نړیوال ایتلاف پر یوې اډې د بې پیلوټه الوتکو د برید په اړه په پیل کې ویل سوي وو چي مرګ ژوبلي یې نه دي اړولي، خو رویټرز خبري اژانس نن سهار یکشنبې د یوه امریکایي چارواکي په قول وویل چې یو شمېر امریکایي او ایتلافي پرسونل ټپیان سوي دي.
د راپور له مخي، ځیني پرسونل د دود د تنفس کولو له کبله ژوبل سوي او نورو ځایونو ته لېږدول سوي، خو ځیني نور سربېرن ټپیان سوي دي.