په سوډان کي په تېرو دوو میاشتو کي لږترلږه ۳۸۸ تنه د کولرا په ناروغۍ مړه سوي دي

د روغتیایی چارواکو په وینا، شاوخوا ۱۳ زره کسان په دې ناروغۍ اخته سوي دي.
کولرا په ځانګړی توګه په ختیځ سوډان کي چي میلیونونو کسانو له جګړې پکښې پناه اخیستې، ډېره خپره ده.
دا سیمي په وروستیو کي سختو بارانونو او سېلابونو هم ځپلي دي.
د سوډان د روغتیا وزارت پرون دوشنبه وویل، دا ناروغي د هیواد له ۱۸ ولایتونو څخه په ۱۰ ولایتونو کي خپره سوې، خو تر ټولو زیاتي پېښي په ختیځو ولایتونو کي ثبت سوي دي.
اووه کاله پخوا یوازي په دوو میاشتو کي دې ناروغۍ ۲۲ زره خلک اغېزمن کړل او تر ۷۰۰ ډیر یې مړه کړل.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *