په سویلي افریقا کي د یوه بس د لوېدو له امله ۴۵ تنه وژل سوي

راپورونه وایي، په سویلي افریقا کي یو بس موټر ۵۰ متره ژور ځای ته لوېدلی او پکښي ناست ۴۵ کسان مړه سوي دي.
د سویلي افریقا په شمال ختیځ لیمپوپو ایالت کي دغه بس ژور ځای ته له لوېدو وروسته اور اخیستی او پکښي ناستو ټولو کسانو ژوند له لاسه ورکړی.
د راپورونو له مخي یوازي یوه اته کلنه ماشومه ژوندۍ پاته سوې چي روغتون ته وړل سوې او د هغې حالت هم ډېر نازک ښودل سوی.
د افریقا په ډېری هیوادونو کي د سړکونو د خرابوالي له امله ورته پیښي رامنځ ته کیږي چي اکثره وخت مرګ ژوبله هم له ځان سره لري.