په سویل کي د ۴۰۴ خیبر عامه امن کنډک څخه ۱۰۳ تنه نظامیان تر یو لړ زده کړو وروسته فارغ سول

چارواکي وایي، د کندهار د پولیسو د روزني سويل لوېدیځ زون ښوونیز مرکز له ۴۰۴ عامه امن کنډک څخه ۱۰۳ تنه نظامیان له یو میاشتنیو شرعي او مسلکي زده کړو بشپړولو وروسته فارغ سول.
د کندهار ولایت مقام وایي، په دې اړه جوړو سویو مراسمو کي د کندهار مرستیال والي مولوي حیات‌الله مبارک ویلي، د مجاهدینو قرباني عظیمه او بهترینه وه او نتیجه یې هم اوس بهترینه ده، چي هغه په هیواد کي شرعي نظام حاکمېدل دي.
هغه زیاته کړې، چي دغه شرعي نظام د نسلونو ـ نسلونو ارمان وو او دا داسي یو نظام دی چي په ټوله نړۍ کي یې نمونه نسته.
هغه نظامیانو ته په وینا کي ویلي، چي اوس د ولس سترګي تاسي ته دي او باید د ولس ښه خدمت وکړل سي.
د دغه روزنیز مرکز قوماندان هم له فارغو منسوبینو غوښتي چي د خپلو مشرانو اطاعت وکړي او د خپل ولس او خاوري خدمت په پوره اخلاص سره وکړي.