د خېبرپښتونخوا ایالت په سوېلي وزیرستان کي له وسلهوالو سره د نښتو پرمهال څلور پاکستاني سرتېري وژل سوي دي.
د پاکستان د پوځ رسنیو څانګي په یوې خبرپاڼه کي ویلي چي دغه سرتېري له وسلهوالو سره په نښته کي وژل سوي.
په خبرپاڼه کي ادعا سوې چي د نښتي پرمهال پنځه وسلهوال هم وژل سوي دي. د پاکستان پوځ وايي چي سیمه کي یې، د وسلهوالو لهمنځه وړو لپاره عملیات پیل کړي دي.
په پاکستان کي د وروستیو میاشتو پرمهال وسلهوالي نښتي او بریدونه زیات سوي چي تر ډېره پوځيان په نښه کېږي.
بلوچستان او خېبرپښتونخوا دوه هغه ایالتونه دي چي د نورو سیمو په پرتله پکښي د ناامنۍ خبرونه ډېر خپرېږي.