په سپین بولدک ولسوالۍ کي یوه تنکي ځوان ځانوژنه کړې ده

چارواکي وایي، د کندهار د سپین بولدک ولسوالۍ په نوي کلي کي د سید احمد په نوم یوه څوارلس کلن هلک ځانوژنه کړې ده.
د کندهار د امنیې قوماندانۍ ویاند وایي، دغه پېښه نن چهار شنبه سهار رامنځ ته سوې.
د هغه په وینا، دغه هلک له خپل پلار سره تر جنجال وروسته ځان یوه څاه ته ځړولی او ساه یې ورکړې.
د سیمي اوسېدونکي وایي، دغه هلک له خپل پلار څخه پيسې غوښتي وې خو پلار یې هغه ته پیسې نه وې ورکړي ځکه دی تللی او ځانوژنه یې کړې.
کندهار کې له دې وړاندې هم ځوانانو د کورنیو او اقتصادي ستونزو له امله ځانوژنې کړي دي.