په شمالي وزیرستان کي د تالاشۍ پر یوه پوسته پرون د ځانمرګي برید په نتیجه کي د پاکستان څلور امنیتي پوځیان وژل سوي او پنځه نور ژوبل سوي دي
د پولیسو یوه افسر امجد ویلي، دغه پېښه په میرعلي کي سوې او ټپیان روغتونونو ته لېږدول سوي چي په خراب وضعیت کي دي.
د دې پېښي مسوولیت تحریک طالبان پاکستان یا ټي ټي پي منلی دی، په خیبرپښتونخوا ایالت کي ډېر ټي ټي پي ډېر فعال دي.
پرون په جلا پېښه کي د خیبرپښتونخوا په ټانک ولسوالۍ کي پر یوه پوځي کاروان د ریموټ کنټرول بم چاودنه سوې، خو د مرګژوبلي راپور نه دی ورکړل سوی.