په غزني ولایت کي د ۶۰ کسانو ترمنځ د نېزې وهلو سیالۍ ترسره سوې

د دې سیالیو په پای کي د محمد انور اندړ لوبډلي د ۴۰ نمرو په ترلاسه کولو سره لومړی، د فتح محمد شلګروال لوبډلي د ۳۶ نمرو په ترلاسه کولو دویم او د ولي محمد لوبډلي د ۲۸ نمرو په ترلاسه کولو سره درېيم مقام خپل کړ.

په همدې حال کي غزني هم د سوک وهني د غوراوي سیالیو کوربه وو.

په دغو سياليو کې ١٣۴ ورزشکارانو د نويو ځوانانو، ځوانانو او لويانو په ګروپونو کي د دې ولايت په مرکز کي د يوې ورځي لپاره له يو بل سره سيالۍ وکړې.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *