په غزني ولایت کي یوې پېغلي نجلۍ ځان وژنه کړې

ځايي سرچینې وایي، د غزني ولایت د قره باغ ولسوالۍ په ګدول کلي کي یوې ځواني نجلۍ تېره شپه ځان ځړولی او ځان وژنه یې کړې.
د سرچینو د معلوماتو پر اساس د دې پیښي لامل کورنی تاوتریخوالی دی.
چارواکو تر اوسه د دغه پيښي په اړه څه نه دي ویلي.
پنځه ورځي مخکي هم د غزني په اجرستان ولسوالۍ کي یو سړي ځان وژنه کړې وه خو د ځان وژني لامل یې نه دی یاد سوی.
په هیواد کي اکثره وخت ښځي او سړي د کورني تاوتریخوالي او اقتصادي ستونزو له امله ځانوژني ته مخه کوي.