په غزني کي برمې ته د لوېدلي کوچني د ژغورني په هڅه کي څلور تنه نور مړه سوي دي

د غزني ځايي مسوولین وایي، چي دا کوچنی د غزني په «ده‌یک» ولسوالۍ کي برمې ته لوېدلی وو او د ژغورني هڅي یې ناکامي سوې دي.

د غزني د اطلاعاتو او فرهنګ رییس ویلي چي د دغه درې کلن کوچني د ژغورني پر مهال څلورو ژغورونکو هم ژوند بایللی او کوچنی هم مړ سوی دی.

د غزني د مسوولینو په وینا چي دغو ژغورونکو د برښنا د شارټۍ له امله ژوند بایللی دی.

بل خوا د سرپرست حکومت مسوولینو په وار وار پر هیوادوالو ږغ کړی چي د خپلو برمو سرونه پټ کړي خو لا هم دا کار نه دی عملي سوی.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *