د غزني د امنيې قومندانۍ څخه رسنيو ته په لېږل سوې خبرپاڼه کي ویل سوي دي، چي د جمعې په ورځ د قرهباغ ولسوالۍ اړوند د کابل ـ کندهار پر لویه لار د سپینبند په سیمه کي د یو باروړونکي او مسافر وړونکي موټر د ټکر امله دوه کسان وژل سوي او يو بل کس ټپي سوی دئ.
دغه راز په ياده خبرپاڼه کي ويل سوي دي، چي په همدې ورځ د کابل ـ کندهار پر لویه لار، د اندړو ولسوالۍ اړوند د ملانوح بابا په سيمه کيد یو ۳۰۳ بس او کوچني موټر د ټکر له امله د يوې ښځي او کوچني په ګډون درې تنه ټپيان سوي دي.
په خبرپاڼه کي ويل سوي دي، ياد کسان د درملني په موخه د غزني ولايتي روغتون ته انتقال سوي دي.