د غزني د ط..البانو د والي وياند عزت الله سعيدي وايي، چي د دوشنبې په ورځ د کندهارـ کابل پر لویه لاره د غزني ولايت د قره باغ ولسوالۍ په عسکر کوټ سيمه کي د یوه ټېلر موټر او ۵۸۰ مسافر وړونکي بس د ټکر له امله شپږ کسان وژل سوي او ۳۱ نور ټپيان سوي دي.
د سعیدي په وینا، چي ټپيان ئې د درملني په موخه د دغه ولایت روغتون ته انتقال کړي دي؛ خو له ډلي ئې د پنځو کسانو روغتیایي حالت د اندېښني وړ ښودل سوی او د درملني له پاره کابل ته لېږدول سوي دي.