په غزني کي د ترافیکي پيښي له امله ۵ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې

د غزني د امنیې قومندانۍ مسوولینو ویلي، د کابل – کندهار پر لویه لار د یوې ترافیکي پیښي له امله یو کس مړ او څلور تنه نور ټپیان سوي دي.
د امنیې قومندانۍ ویاند خالد سرحدي وايي، پېښه نن سهار د غزني ولایت په ناني سیمه کي د پاسو او ټکسي موټرانو د ټکر له امله سوې ده.
د هغه په وینا، ټپیان سوي کسان د غزني ولایتي روغتون ته لېږدول سوي او وضعیت یې د ډاډ وړ ښودل سوی.
سرحدي د یادي پیښي د رامنځ ته کېدو لامل د موټر چلوونکو بې احتیاطي بللې ده.
په هیواد کي اکثره وخت د ترافیکي پيښو لاملونه، د موټر چلوونکو بې احتیاطي، د ترافیکي اصولو نه مراعتول او تېز سرعت بلل کیږي.