په غزني کي د تکواندو درېیم پړاو ازادي سیالۍ پای ته ورسېدې

د غزني ولایت د بدني روزني او ورزش امریت اړوند د تکواندو ملي فدراسیون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت په مرکز کي له دوولس ولایتونو د ۲۰ لوبډلو ترمنځ ( ۱۸۰ ) ورزشکارانو د تکواندو درېیم پړاو ازادي سیالۍ پای ته ورسېدې.

مسوولین وایي، دغو سیالیو چي دوې ورځي یې دوام وکړ په پایله کي یې د غزني ولایت ورزشکارانو د ۵۷ امتیازونو په ترلاسه کولو لومړی مقام خپل کړ.

د تخار ولایت د ښاروالۍ لوبډلي ورزشکارانو د ۱۳ امتیازونو په ترلاسه کولو دویم او د بلخ ولایت ورزشکارانو د ۷ امتیازونو په ترلاسه کولو سره درېیم مقام ترلاسه کړی دی.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *