چارواکي وایي، دغه پېښي د دغه ولايت په «ګيلان او ناور» ولسواليو کي رامنځته سوي دي.
باید وویل سي چي تېره ورځ هم د بدخشان ځايي مسوولین ویلي وه چي، د یاد ولایت د فیض اباد – بهارک په لاره د ترافیکي پېښي له امله شپږ کسان مړه سوي.
دا په داسي حال کي ده، چي په ټول هیواد کي ترافيکي پېښي په بېساري ډول زياتي سوي دي. په وروستیو کي په بدخشان او یو شمېر نورو ولایتونو کي ترافیکي پېښي په کمساري توګه زیاتي سوي، چي ستر لاملونه یې د چلوونکو بېاحتیاطي، خراب سړکونه، ګړندی تګ او د ترافیکي اصولو نهمراعاتول بلل کېږي