په غزني کي د لاسي بم چاودني له امله شپږ تنو کوچنیانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده

د غزني مسوولین وایي، د یاد ولایت په قره‌باغ ولسوالۍ کي د لاسي بم چاودني له امله درې کوچنیان وژل سوي او درې نور ټپيان دي.

د غزني د امنیې قوماندانۍ ویاند، خالد سرحدي ویلي چي دا پېښه پرون د قره‌باغ ولسوالۍ په «مهردار» سیمه کي سوې ده.

په خبرپاڼه کې ویل سوي، چاودنه هغه مهال سوې چي دا کوچنیان له مځکو د کچالو په راټولولو بوخت وو.

تر دې وړاندي د غزني په «ګیرو» ولسوالۍ کي د ماین چاودني له امله نهه کوچنیان وژل سوي وو.

د ویلو ده چي افغانستان په نړۍ کي یو له هغو هیوادونو څخه دی چي زاړه ماینونه او نور چاودېدونکي توکي پکښي سته، او وخت ناوخت د افغانانو ژوند اخلي.

په افغانستان کي د ملګرو ملتونو مرستندوی دفتر (یوناما) په وینا چي په افغانستان کي له تېرو درې نیمو لسیزو راهیسي له ۴۰ زرو ډېر کسان د زړو ماینونو د چاودني له امله وژل سوي دي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *