په غزني کي د یوه پخواني ماین د چاودني له امله ۹ تنه وژل سوي

چارواکي وایي، د غزني ولایت په ګېرو ولسوالۍ کي د یوه پخواني ماین چاودني له امله ۹ تنه ماشومان وژل سوي.
د غزني ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست د اطلاعاتو امر مولوي منصور افغان وايي، تېره ورځ یکشنبه ناوخته د ګیرو ولسوالۍ د ځدراڼو په کلي کي د روسانو د وخت پاته سوي ماین چاودني له امله ۹ تنه ماشومان وژل سوي.
هغه وویل، په وژل سویو ماشومانو کي پنځه نجوني او څلور هلکان دي، چي عمرونه یې له څلور څخه تر لسو کلونو پوري دي.
د هغه په وینا، دغه پخوانی ماین کوچنیانو پیدا کړی وو او لوبې یې ورباندي کولې چي چاودنه یې کړې.
له دې وړاندي هم د افغانستان په بېلابیلو ولایتونو کي پر لویانو او کوچنیانو ناچاوده توکي او مخکني ښخ کړل سوي ماینونه چاودلي.