د نړۍوالو رسنیو د راپورونو پر بنسټ، د دوشنبې په ورځ د اسرائیلي ځواکونو د هوایي برید له امله د جنوبي غزې په ناصر روغتون کي ۱۴ کسان وژل سوي، چي درې تنه ئې خبریالان دي.
د وژل سوو خبریالانو له جملې، يوه مریم وه،مریم د جګړې له پیله خبریالي راشروع کړې وه او تر اوسه یې په غزه کي د ناصر روغتون ريپوټونه اماده کول،چي نن د ناصر روغتون په برید کي د اسرائيلو له خوا ووژل سوه.
د یادونې وړ ده چي شاوخوا یوه اوونۍ وړاندي هم د اسرائیلي پوځ لهخوا د الجزیرې یو خبریال په غزه کي هدف ګرځول سوی و