په غزه کي د اسراییلو په تازه بریدونو کي په یوه ورځ ۶۱ کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی

په مړو سویو کي یوه لس کسیزه کورنۍ هم شامله ده چي د اسراییلو په یوه برید کي د همدې کورنۍ لس غړي یوځای وژل سوي دي.
اسراییلو د غزې شمال له نږدې دوو اوونیو راهیسي کلابند کړی او په سېسټماټیک ډول یې د ویجاړۍ لړۍ پیل کړې ده.
پر غزې د اسراییلو د برید راهیسي تر دې مهاله ۴۲ زره ۳۴۴ کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی او شاوخوا سل زره کسان هم ټپیان سوي دي.
په غزه کي د کلابندۍ او د اسراییلو د بریدونو او عملیاتو له امله میلیونونه کسان له قهطۍ سره مخ دي او همدومره نور بیا له خپلو سیمو بې‌ځایه سوي.
بل خوا د لبنان حزب‌الله ډله وايي چي د اسراییلو پر بېلابېلو ښارونو یې، د توغندیو بریدونه کړي دي.
یادې ډلې پر خپله ټولنیزه پاڼه یوه پوسټ کي ویلي چي تېره شپه ناوخته یې، د اسراییلو له لوري پر اشغال سوي صفاد او شمال کي پر دالتون، دېشون او یفتاح سیمو ۵۰ توغندي توغولي دي.
د امریکا متحده ایالاتو بیا اسرائیل ته خبرداری ورکړی که د غزې تړانګي ته د ۳۰ ورځو په ترڅ کي د بشري مرستو رسولو چاري ښې نه کړي، د دې هیواد سره به د میلیادرونو ډالرو په ارزښت نظامي مرستي وځنډوي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *