د حماس تر ولکې لاندي د غزې د روغتیا وزارت اعلان کړی چي د غزې په تړانګه کي د حماس او اسرائیل ترمنځ په څه باندي ۱۴ میاشتنۍ جګړه کي د وژل سویو کسانو شمېر ۴۴زره ۸۷۵ ته ورسېدی.
په دغو شمېرو کي د مخکنیو ۲۴ ساعتونو پر مهال ۴۰ وژل سوي کسان هم شامل دي.
د غزې روغتیا وزارت وايي د ټپیانو شمېر ۱۰۶زره ۴۵۴ ته رسېدلی دی.
د ملګرو ملتونو عمومي اسمبلۍ د چهارشنبې په ورځ په لوی اکثریت هغه پرېکړه لیک تصویب کړ، چي په غزه کي د فوري اوربند غوښتنه په کښي سوې ده.
حماس وايي، د ۲۰۲۳ کال د اکټوبر له ۷مي د وروستۍ جګړې له پیل راهیسي د اسرائیلو پوځي بریدونو لږترلږه ۷۰۰ پولیس وژلي، چي په غزه کي د مرستندویه لاریو د خوندي کولو دنده لري.