په غزه کي د اسراییلي ځواکونو د بریدونو له امله ۴۵ کسان وژل سوي

د تېري یوې شپې او ورځي پرمهال په غزه کي د اسراییلي ځواکونو د بریدونو له امله ۴۵ کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی او ۱۳۰ نور ټپیان دي.
اسراییلي ځواکونو د غزې شمال کي خپلو بریدونو ته زور ورکړی او شاوخوا ۴۰۰ زره کسانو ته یې، د وتلو امر کړی دی.
دغه کسان هڅه کوي چي د جګړې له بېرې ځانونه غزې ته ورسوي، خو سړکونه تړل سوي دي.
د وتلو دغه امر د غزې په شمال کي د درېوو مهمو ښارونو اوسېدونکو ته سوی دی.
د الجزیرې خبري شبکې د راپور له مخي، جبالیه کډوالو کمپ کي د اسراییلو د بریدونو له امله اسراییلو د یادي سیمي روغتونونو ته امر کړی چي په ۲۴ ساعتونو کي روغتونونه تخلیه کړي.
بل خوا پر دمشق د اسرائیلو په توغنديز برید کي ۷ تنه ووژل سوي او په تېرو ۲۴ ساعتونو کي پر لبنان د اسرائیلو په هوايي بریدونو کي ۳۶ تنه وژل سوي دي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *