راپورونه وایي، اسراییلي ځواکونو د جمعې له سهار راهیسي د غزې شمال او سویلي سیمو کي د بېځایه سویو پر کمپونو او خیمو پراخ بریدونه کړي چي درنه مرګژوبله یې اړولې.
روغتیايي سرچینو الجزیرې ته ویلي، چي د اسراییلو په دغو بریدونو کي لږ تر لږه ۷۰ کسان وژل سوي او تلفات لا هم مخ پر زیاتېدو دي.
د راپورونو له مخي د غزې خلک د اسراییلو د بې رحمانه بمباریو په دلیل له رواني پلوه مات سوي او د مرستو رسولو پر پروسې د بندیز له امله، د خپلو کوچنیانو لپاره خواړه نهلري.
د ملګرو ملتونو د خوړو نړیوال پروګرام هم خبرداری ورکوي چي غزه اوس خوراکي توکو ته اړتیا لري ځکه چي سلګونه زره خلک د لوږي له خطر سره مخ دي.
د غزې د روغتیا وزارت په وینا، له ۱۸ میاشتو راهیسي پر غزې د اسرائیل په بریدونو کي لږ تر لږه ۵۱ زره ۶۵ فلسطینیان وژل سوي او ۱۱۶ زره ۵۰۵ نور ټپیان سوي دي.