په غزه کي روغتیا وزارت وایي، د اسراییل او حماس ترمنځ په جګړه کي تر اوسه تر څلوېښت زره ډېر کسان وژل سوي دي

د دې جګړې د قربانیانو دا نوې شمېره په‌داسي وخت کي خپره سوې ده چي، د غزې د یوولس میاشتنۍ جګړې د اوربند هڅي رواني دي.
په نویو خپرو سویو تلفاتو کي د ملکیانو او نظامیانو د شمېرو په اړه څه نه‌دي ویل سوي.
په غزه کي جګړه د اکتوبر په اوومه وروسته تر دې پیل سوه چي، د حماس په مشرۍ وسله‌والو د اسراییل په جنوب کي برید وکړ او وروسته د اسرایلو له خوا پراخ هوايي او بیا مځکني بریدونه پيل سوه چي د غزې ودانۍ یې تر نیوي سلنه پوري له منځه یووړې.