په غزه کي سلګونه ډله ییز قبرونه؛ ملګرو ملتونو یې په اړه د شفافو پلټنو غوښتنه کړې

ملګرو ملتونو د غزې د جګړه ځپلي سيمي په دوو لویو روغتونونو کي د هغو ډله ییزو قبرونو په اړه د روښانه، شفافي او باوري څېړني غوښتنه کړې ده چي اسرايیلي پوځیانو ورباندي چاپې وهلي وې.
د ملګرو ملتونو ویاند سټېفان دوجارېک ویلي، چي باوري پلټونکي باید هغو ساحو ته لاسرسی ولري.
په اروپا کي د بشري حقونو سازمان د معلوماتو له مخي په غزه کي ۱۴۰ ډله ییز قبرونه پیدا سوي چي د اسراییلي ځواکونو له لوري جوړ سوي دي.
دغه سازمان ویلي، چي اسراییلي ځواکونو زیات شمېر فلسطینیان په دار ځړولي او بیا یې په همدې ډله ییزو قبرونو کي ښخ کړي دي.
راپورونه وایي، د غزې په خان یونس سیمه کي یو داسي ډله ییز قبر هم موندل سوی چي د ۳۱۰ فلسطینیانو جسدونه پکښي وه.
د حماس او اسراییلي ځواکونو تر منځ د نښتو له پیله تر اوسه په غزه کي شاوخوا ۴۰ زره فلسطینیان وژل سوي او لسګونه زره نور ټپیان سوي دي.