په غزه کي پر بېلابېلو سیمو د اسراییلو ځواکونو په بریدونو کي لږ تر لږه ۴۰ کسان مړه سوي دي

الجزیرې خبري شبکې د جمعې په ورځ راپور ورکړی چي تېره ورځ پر یوه ښوونځي د برید له امله ۱۸ کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.
په مړو سویو کي شپږ کسان د ملګروملتونو اړوند ادارې کارکوونکي دي چي په دې برید کي یې، خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.
دغه برید په نړیواله کچه غندل شوی او د هیوادونو ترڅنګ نړیوالو سازمان غزه کي د سمدستي اوربند غوښتنه کړې.
دغه راز په ځینو نورو بریدونو کي هم تر شل زیات فلسطینیان وژل سوي او یو شمېر نور ټپيان سوي دي.