په غورک ولسوالۍ کي د ۴۱ کورنیو سره د څه باندي یو میلیون ۱۵۱ زره افغانیو نغدي مرسته وسوه

چارواکي وایي، د کندهار د پيښو پر وړاندي د مبارزې ریاست د مسوولینو په هڅو د ډي آر سي موسسې له خوا د کندهار په غورک ولسوالۍ کي ۴۱ کورنیو ته د څه باندي یو میلیون ۱۵۱ زره افغانیو نغدي مرسته ووېشل سوه.
مسوولین وایي، دغه کورنۍ په بېلابیلو طبعي پيښو کي زیانمني سوي وې.
د کندهار د پيښو پر وړاندي د مبارزې او چمتوالي ریاست ريیس قاري عبدالسلام عمري وايي؛ هري کورنۍ ته ۱۵۶۰۰ د کور جوړولو او دغه راز ۱۱۰۰۰ افغانۍ بیا د خوراکي موادو لپاره ورکول سوې.
دغه مرسته په داسي حال کي کیږي چي په کندهار کي له وروستیو اورښتونو او بارانونو څخه زیانمن سوي کسان د مرستو غوښتنه کوي.