په غور کي د الوتکي د لوېدو په پېښه کي ۱۳ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې

دفاع وزارت وايي، د غور په مرکز فېروز کوه کي د یوې روسۍ الوتکي د رالوېدلو په پېښه کي یو کس وژل سوی او ۱۲ تنه نور ټپيان سوي دي.
یاد وزارت وايي، الوتکه نن په هریرود سیند کي د پرون ورځي د ټونس موټر د سپرلیو په لټون پسي تللې وه؛ خو تر يوې تخنیکي ستونزي وروسته له دېوال سره جنګېدلې او رالوېدلې ده.