د غور د ط..البانو د امنيې قومندانۍ وياند عبدالرحمن رسنيو ته ويلي دي، چي د سې شنبې په ورځ د غور ولايت د بند باين سيمه کي د راکيټ د مرمۍ د سرګلولې د چاودني له امله دوه کوچنيان وژل سوي او يو بل کوچني ټپي سوی دئ.
د هغه په خبره چي د راکيټ دغه مرمۍ د تېرو جګړو څخه په دغه سيمه کي پاته وه، چي پر يادو کوچنيانو ئې د لوبو پر مهال چاودنهکړې وه.
بايد وويل سي، چي د تېرو جګړو څخه پاته چاودېدونکو توکو په غور ولایت کي مخکي هم څو ځله پر کوچنيانو چاودنه کړې.