د غور ولايت د اطلاعاتو او فرهنګ رياست مسئولينو خبر ورکړی، چي په تيورې ولسوالۍ کي ئې د غوريانو د دورې اړوند يوولس تاريخي توکي پيدا کړي او د غور ولايت د اطلاعاتو او فرهنګ رياست د تاریخو ابدو څانګي ته ئې سپارلي دي.
په دغه تاريخي اثارو کي سکې، ګوتمۍ، لوښي او د کالو تڼۍ شاملي دي، چي تاريخي قدامت ئې د غوريانو دورې ته رسېږي.
د يادوني وړ ده، چي څه موده وړاندي د غور ولايت د اللهيار ولسوالۍ په سيمو کي هم د غوريانو دورې پوري اړوند يو شمېر د سرو زرو سکې موندل سوي وې، چي د اطلاعاتو او فرهنګ رياست موزيم ته سپارل سوي وې.