په غور کي ۷ کسان په درو وهل سوي

ستري محکمې ویلي، چي په غور کي يې د درو ښځو په ګډون اوو کسانو ته تعزیري سزاوي ورکړي دي.
دغي محکمې د یک شنبې په ورځ په یوه خبرپاڼه کي ویلي چي، د دغو کسانو له ډلي يې درې ښځي له کور څخه د تښتېدلو په تور او څلور کسان د زنا په تور په تعزیري سزاوو او بند محکوم کړي دي.
په خبرپاڼه کي ویل سوي، د دغو کسانو له ډلي دوه کسان ۳۹ درې وهل سوي او په درې، درې کاله تنفیذي بند محکوم سوي، دوه کسان ۳۹ درې وهل سوي او په څلورو کلونو تنفیذي بند محکوم سوي، یو کس بل ۳۹ درې وهل سوی او په یوه کال بند محکوم سوی او پاته دوه کسان ۲۹ درې وهل سوي او په څلور، څلور میاشتو تنفیذي بندونو محکوم سوي دي.
پرون د شنبې په ورځ هم ستري محکمې خبر ورکړی وه چي، په بامیان کي يې دوه کسان په درو وهلي دي.