په فارياب کي د ترافيکي پېښو له امله ۳۰ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده

په فاریاب کي په دوو ترافیکي پېښو کي د درې کسانو د مړیني او ۲۷ نورو د ټپي کېدو خبر ورکړل سوی دی.

د فاریاب د اطلاعاتو او کلتور رییس شمس الدین محمدي ویلي چي د قیصار ولسوالۍ په خان قروغ سیمه کي له سړک څخه د یوه فلانکوچ ډوله موټر د اوښتو له کبله دوه کسان مړه او ۲۰ نور ټپیان سوي دي.

په بله پېښه کي د المار ولسوالۍ مرکز ته نږدې یو فلانکوچ ډوله موټر چپه سوی چي په نتیجه کي یې یو کوچنی مړ او ۷ نور کسان ټپیان سوي دي.

د دغو پېښو د علت په باب څه نه دي ویل سوي.

د سړکونو خرابوالی، د ترافیکي اصولو نه رعایت او د چلوونکو بې احتیاطي په افغانستان کي د زیاتو ترافیکي پېښو اصلي علت ګڼل کېږي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *