د فارياب ولايت د اطلاعاتو او فرهنګ رياست څخه په خپره سوې خبرپاڼه کي ويل سوي دي، چي د دغه ولايت په قیصار ولسوالۍ کي د ځمکي د ښوېيدلو له امله يو کس وژل سوی او درې نور زخمیان سوي دي.
په خبرپاڼه کي ويل سوي دي، چي، پر دغو کسانو دچهارشنبې په ورځ د مځکي کیندلو پر مهال یوه خاورینه غونډۍ رالوېدلې او تر لاندي سوي دي.
خبرپاڼه زياتوي، چي تر خاورو لاندي کسان تر را ایستلو وروسته د درملني په موخه د فاریاب ولایتي روغتون ته انتقال سوي دي.