د فارياب څخه ځايي سرچينو څراغ تلوېزيون ته ويلي دي، چي د تېر جمهوري نظام پرمهال د دغه ولایت د ولایتي شورا منشي او د المار ولسوالۍ پخوانی ولسوال محمد صالح د وسله والو کسانو له خوا په دغه ولايت کي ويشتل سوی او وژل سوی دئ.
سرچينه دغه راز زياتوي، چي دغه کس د پښتون کوټ ولسوالۍ په الملیک سیمه کي د المار- میمنې پر لویه لاره نامعلومه وسلوالو د تېري پنج شنبې په ورځ ویشتلی او په ټپي حالت کي روغتون ته انتقال سوی وو، چي په روغتون کي ئې د ټپونو د ژوروالي له امله ساه ورکړې ده .
ط..البانو هم د دغه پخواني ولسوال د وژل کېدو خبر تائید کړی خو د عامليونو اړوند ئې تراوسه پوري په رسمي ډول باندي څه نه دي ويلي.
بايد وويل سي، چي د دغه کس د وژل کېدو اصلي لامل تراوسه پوري څرګند نه دئ.